Thursday, April 12, 2018

فوټوشاپ څه ته وايي؟


فوټوشاپ څه ته وايي؟





فوټوشاپ څه ته وايي؟
فوټوشاپ يو سمونګر او مسلکي پوستغالی ( پروګرام ) دی چې د اډوبي سيستم له لوري د انځورونو د جوړولو لپاره رامنځته شوی او پرمختيا يې موندلې ده او ټول هغه کسان چې ګرافيکي کارونه  سرته رسوي يانې ډيزاينېنګ کوي، د ياد پروګرام محتاج دی او اړتيا ور ته لري او  په تبليغاتي شرکتونو، د کتابونو د خپراوي، چاپخونو، وېبپانو د جوړوونکو، نقاشانو ا، د کمپيوټري پوستغالو د جوړوونکو او نورو ډېرو برخو کارکوونکي ترې استفاده کوي او اړتيا ورته لري.
فوټوشاپ د اوسني ټېکنالوژيکي عصر او دور يو پروګرام او پوستغالی نه بلکې يو صنعت ګڼل کيږي Adobeد  Photoshop  پروګرام  د انځور جوړونې يو له محبوب ترينو پروګرامونو څخه ګڼل کيږي.
دا پروګرام خپلو کارکوونکو ته دا اسانتيا ور بښي چې په اسانۍ سره د انځور ډيزاين، سايز، رنګ او ..... نورو ته بدلون ور کړي او د خپلې خوښې او مفکورې مطابق انځور جوړ کړي.
ياد پروګرام په ډېری کچه د عکاسانو او ګرافيک ډيزاينرانو له خوا کارول کيږ ي ، په داسې حال کې چې فوټوشاپ يوازې د انځورونو د سمولو او پرېنټ کولو لپاره جوړ شوی دی، خو له دې سره سره په زیاته کچه د وېبپاڼو او وېب سايټونو د انځورونو د جوړولو په برخه کې هم کارول کيږي.
فوټوشاپ د  Adobe له نورو پروګرامونو سره هم کلکه او ټينګه اړيکه لري، او د انځوريزو ( انېمېشن ) زده کړه ايزو او ښوونيزو ويډيوګانو لپاره هم کارول کيږي او په همدې توګه د (PSD)  فارمټ په لرلو سره کولای شي چې له  Image Ready ، Illustrator ، Premiere، After Effects او Encore DVD ته فايل او ډيزاين تبديل کړي او په همدې توګه له يادو پروګرامونو نه فوټوشاپ (PSD) فايل فوټوشاپ ته تبديل شي.  
د فوټوشاپ تاريخچه :
فوټوشاپ چې نن ورځ د پوړو (Layer) ، فېلترونو، برشونو، څيزونو، ترېډي او نورو په درلودلو سره خپلو کاريګرو ته اسانتياوې وړاندې کړي دي، په لومړيو کې داسې نه وو، بلکې په هغه وخت کې فوټوشاپ يوازې او يوازې د تور او سپين انځورونو د نمايش او ښوولو لپاره کارول کېده
په (1987م ) کال د ميشيګان پوهنتون د دکتورا يو زده کړيال چې توماس نول نومېده، په دې وتوانېده چې تور او سپين انځورونه د يو بايتي صفحې په شکل وښيي، له هغه وروسته د نوموړي ورور جان نول، چې په يو فېلم کې د د سحر او جادو د صحنو جوړولو مسئول و، دغه پروګرام د يو بشپړ انځور سموونکي پروګرام په توګه معرفي کړ.
له همدې کبله يې دا پروګرام د نمايشګر په نوم ونوماوه، کله چې په 1988 کال کې د نول ورونو د انځورونو او د ياد پوستغالي سوداګرۍ او پېر او پلور ته مخه کړه ، نو  پرېکړه يې وکړه چې د ياد پروګرام نوم ته تغير ور کړي، هماغه وو، چې ياد پروګرام ته يې فوټوشاپ نوم ور کړ.
په 1988کال په نومبر کې د نول د وروڼو او اډوبي شرکت ترمنځ يو تړون وشو، چې له مخې  فوټوشاپ په اډوبي کمپنۍ وپلورل شو ، چې په پايله کې يې د اډوبي شرکت له خوا په ۱۹۹۰ کال فوټوشاپ ۰،۱ رامنځته او بازار ته وړاندې شو.               
د فوټوشاپ کارځايونه :
فوټوشاپ زمونږ د ورځني ژوند د کاري چاپېريال ډېری برخه پوښلې ده چې له هغې جملې يې خپل ځانګړي انځورونو، تبليغاتي پوسټرو، لوحو، ويزيټ کارتونو، د ګرافيکي ډيزاينونو، د کتابونو او مجلو د پښتيو ډيزاين، وېبپاڼو د طراحۍ او ډيزاين، د فلمونو د پوسټرونو او .... يادولای شو چې د يادو ټولو کارونو د ښکلا او  ښايست لپاره  له فوټوشاپ څخه ګټه اخيستل کيږي او يادې ټولې چارې د فوټوشاپ د کاريګر د ګوتو له هنره راوځي.



د فوټوشاپ کاري سيمه (Work Area)يا د کار ساحه :
که چېرته  په عمومي ډول ټول فوټوشاپ پروګرام ته وکتل شي، نو يو جنجالي او غير اسانه پروګرام ښکاري، ځکه چې ډېرې زياتې مينوګانې لري او ډېر وسيع دی، نو له همدې کبله يې په يو لنډه توضيح کې نشو رانغاړلی، نو ځکه يې دلته له څو برخو يادونه کوو :
لومړی – د غوراوي برخه يا  (Menu Bar) يوه تنظيموونکي او سمونګره برخه ده چې د هغه برخو د تنظيم دنده په غاړه لر ي چې په فوټوشاپ کې کارونه سرته رسوي.
 
د تنظيماتو د ټاکنې برخه  (Options Bar) په دې برخه کې ځانګړي تنظيمات کيږي چې هغه مواد پکې شامليږي چې له نومړي پروګرام نه د ګټې اخيستلو پرمهال کولای شئ د هغې په بڼې کلېک وکړئ او هغه وټاکئ
د اوزارو برخه يا  (Tool Bar) په دې برخه کې د فوټوشاپ پراخه ساحې توکي شامل دي چې د فوټوشاپ د رنګ علاوه Foreground یا د Background رنګ يا يا د نورو خصوصياتو درلودونکی وي.
د اسنادو کړکۍ يا (Document Window) د ايوه کړکۍ ده چې د نوي سند يا فايل چې په هغې کې طراحي او انځورګري صورت مومي، په بر کې نيسي       
د طراحۍ يا انځورګرۍ سيمه (Active Image Area) د فوټوشاپ هغه برخه ده چې کاريګر پکې خپله طراحي او انځورګري کوي.
د رنګ برخه يارنگ  (Color Palette)هغه برخه ده چې د طراحۍ او انځورګرۍ پرمهال د foregroundد رنګ لپاره يا د background د رنګ لپاره کارول کيږي     
د پوړيو يا طبقو برخه يا (Layer): دا د فوټوشاپ هغه برخه ده چې په مرسته يې مونږ څو مختلفې طرحې او انځورونه د يو بل دپاسه او کښته او پورته کولای شو او د دې په مرسته کولای شو، چې هره برخې ته يې د کار په اوږدو کې يا وروسته له هغې تغير ور کړو


No comments:

Post a Comment