Tuesday, January 30, 2018

Monday, January 29, 2018

ټولنيز احساس

ټولنيز احساس

ليکنه پټان افغان
د نوي کال دوهمه ورځ وه، سهارني باران خپل زړه ښه يخ کړی وو، نور نو تم و، ورېځو خپل ځای ورو ورو لمر ته پرېښوده، خو بيا هم ځای ځای خړې تورې ورېځې وې اسمان لا په پوره توګه شين نه و، د مازيګر زېړ لمر خپل زرينې وړانګې لکه د سهار څرک په څېر ښوولې او د ورېځو له تورو تيارو سره لاس او ګرېوان و، ته به وايې د پټ پټوني لوبه کوي.
زه د تعمير له سره په ننداره ووم، نننۍ ورځ د ښاريانو ګڼه ګوڼه هم کمه وه، شايد چې ځينې ښاريان به کليوالي سيمو او نورو ځايونو ته په مېلو تللي وو او کاروباريانو بيا اکثره د نوي کال په مناسبت پيل کړې رخصتي لا پای ته نه وه رسولې
د ورېدلي باران له کبله نن د ښار هوا پاکه ښکارېده، خو بيا د ښار په هره کوڅه کې ډنډ اوبه د دې ښار د يو بد کلتور او د ښاروالۍ د بې کفايتۍ يو ښه ثبوت و، ځای ځای په هره کوڅه او سړ ک اوبه ډنډ ولاړې وې چې د تېرېدونکو موټرو له ټايرونو سره به وړاندې وروسته تيت شوې او څو لحظې وروسته بېرته په هماغه پخواني حالت راټولې شوې، ما هم ننداره کوله شاوخوا مې کتل او د خپل دولت په کمزورۍ او د ملت په بې غورۍ مې افسوس راته، له ځانه سره مې ويل چې دولت خو ځه ځينې ستونزې او مشکلات شايد ولري، خو ملت ولې په خپله خپل ځان له ستونزو سره مخ کوي، دومره خو د هر چا وس رسيږي چې دومره جګ بلند منزلونه جوړوي، نو تر مخ يې يو لښتی هم وباسي ايا شتمنه پوړۍ د خپل ملت لپاره دومره هم نشي کولای؟

لا په همدې خوبونو کې غرق ووم، چې ناڅاپه مې د سړک په منځ کې په يوه کراچي وان سترګې ولګېدې چې په خپلو لپو کې د سرک د منځ اوبه رااخلي او په خپله کراچۍ کې يې اچوي، يوه شېبه له ځان سره فکر واخيستم په زړه کې مېدده سل بلاګانې  په نورو شتمنو پوړيو واچولې له ځانه سره مې وويل چې له هغوی خو دا هم ښه دی هم دومره وس يې چې رسيږي، خپل مسئوليت اداء کوي زړه مې غوښتل چې له هغه سره ملګرتيا وکړم او زه هم ورسره مرسته وکړم، ترڅو په ګډه د سړک له منځ اوبه په يوه لښتي کې چپه کړو، خو دا ناشونې وه، ځکه زه له هغه ځايه ډېر لرې او په څوم منزل کې ووم چې يوازې په کښته کېدو مې لس دقيقې لګېدلې، لا هم په همدې يوه دوه کې ووم چې ورشم که ورنشم په دې حالت کې مې پام شو چې د سړک له غاړې يې يو څه راپورته کړ، څو ځله يې په لاس ګاډي کې وګرځاوه، فکر کوم لرګی يا کوم بل تېره څيز به و، بيا په سړک ور ټيټ شو څو لپې اوبه يې بيا لاس ګاډي ته ورواچولې بيا يې هم هماغه څيز راواخيست د لاس ګاډي دننه يې څو څو ځله خپل لاس وګرځاوه له هغې وروسته يې لاس ګاډی روان کړ، څو قدمه چې وړاندې ولاړ خپل لاس ګاډی يې څو څو ځله کله يو خوا او کله بله خوا کوږ راکوږ کړ او بار کړې اوبه يې بېرته شاوخوا دانه وانه وشيندلې او هغه جذبه، ولوله او عزت يې چې زما په زړه کې راويښ کړی وو، بېرته يې له خاورو سره خاورې کړ او په خپله مخ لاړ.

پښتانه دي

پښتانه

پټان افغان

لفظونه پښتــانـه دي او خيالــونه پښتانه
په يو کــور کې اوسيـږي لکـه ورونه پښتانه
ډېر زيات ترې نه خوشحال يم زه يې يوازې پرېښی نه يم
همېش راسره مله وي ستـــا يادونــه پښتانه
په خپـلـــه مې خپه کړي بيا جرګې راوليږي
جـانــان راسـره پالــــي عـــادتونـه پښتانه
زما په انتظار به دې د سـر کمڅـۍ شي سپينې
ماتيږي نه ما کـړي دي لــوظــونــــه پښتانه
نور هر عادت يې ګل دی خو دا يو پکې سم نه دی
سکه د تره زامن وي شي تــربـــرونـه پښتانه
تر څو به لاس ګرېوان وي د يو بل سره پټانــه

پښتون دی پښتون وژني خوري قبرونه پښتانه

حجاب څادري

File menu in office 2016 د افس دوه زره شپاړس فايل مېنو