Monday, November 12, 2018

پيل څنګه وکړو؟ لومړی لوست


پيل څنګه وکړو؟


لومړی :
مخکې له دې چې الېسټريټر ته ولاړ شو، په دې باندې بحث کوو، چې الېسټريټر څه ته وايي او د څه لپاره کارول کيږي؟
د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې بايد ووايو چې الېسټريټر د اډوبي کمپنۍ يو سافټ وير (پوستغالی ) دی چې د تصويروونكي، رسام، انځور ګر او څرګندوونكي په مانا دی،يانې دا يو داسې سافټ وير دی چې په مرسته يې مونږ کولای شو، بېلابېل څيزونه او شيان انځورګري کړو.
د دوهمې پوښتنې په ځواب کې بايد ووايو چې الېسټريټر د کتابونو، کتاب پوښونو، مجلو، آيکنو، بينرو، کارتونو، کتابچو او نورو بېلابېلو څيزونو د ډيزاينېنګ لپاره کارول کيږي.
دوهم :
د دې لپاره چې الېسټريټر پرانيزو، نو مونږ بايد لومړی الېسټريټر انسټال کړو،( دا چې الېسټريټر څنګه انسټاليږي؟، پر دې باندې مونږ بحث نه کوو، ځکه د الېسټر د سافټ وير سره په هره سي ډي کې د هغې د انسټالېشن طريقه هم ښودل شوي، وي)، وروسته له دې چې الېسټريټر مو انسټال کړ، نو سټارټ مينو ته ولاړ شئ، هلته په پلټنبکس ( Search Box ) کې Adobe Illustrator وليکئ او له هغې وروسته په Adobe Illustrator باندې Left Click وکړئ، نو تاسې ته به د الېسټريټر پروګرام پرانيستل شي، نور مالومات په لاندې ويډيو کې وګورئ