Thursday, December 28, 2017

وي ايل سي ميډيا پلير څنګه انسټال کړو how to install VLC media plyer

د دولت پېژندنه


عموميات
په دې څپرکي کې به په دوه مهمو موضوعاتو وغږيږو چې په
لومړي مبحث کې به د دولت په ماهيت او متشکله عناصرو او په دوهم مبحث کې به په د
مداخلې ماهيت او ډولونو په تشريحي ډول وغږيږو.
لومړی مبحث د دولت ماهيت او
متشکله عناصر :
دا مبحث به د دوه بېلابېلو عنوانو په ترڅ کې توضيح کړو
چې لومړی به د دولت په ماهيت او مفهوم وغږيږو او له هغې وروسته به د دولت په
متشکله عناصرو وغږيږو
لومړی جز د دولت ماهيت  او پېژندنه :
ددولت کليمه لفظاً دَوَلَ ،دُوِلَ  دکليما تو څخه اخستل   شوې اوهغه څه ته  وايي چې همېشه په  تداول کې وي . کله ديوچا په  لاس کې اوکله د بل چا په  لاس کې وي . همدارنګه  داکليمه
دمال ،غلبې اوقدرت لپاره هم استعماليږي،ولې په عمومي توګه د دولت اطلاق
په  هيوادونو باندې کېږي  لکه  د
افغانستان دولت ،د عراق دولت ،د ايران دولت
او داسې نور ...    .
 په  پخواني
يونان کې ددولت  لپاره  د (
police  )  کليمه
چې د ښــار معنى يې   ورکـــــــوله
استعمالېده،البته د يونانيانو لپاره ددې کلمې استعمال بالکل مناسب  او په ځاى
و  ځکه د هغوى
دولتونه  په  حقيقت
کـــــــې ښاري  دولتونه 
و.
همدارنګه  دولت چې
په  انګليسي  ژبه
کې  ورته  (  
state  )  وايي د
انساني  ټولنو د نظم ونسق  لپاره يو مهم ضرورت  ګڼل کېږي ،ولې
علماء تر ډېر وخته  پدې  ونه
توانېدل  تر څو يو متحد تعريف  ورته
وکړي .اوس  مونږ دلته د علماؤ
نظريات  چې  ددولت
په  هکله يې ورکړي ذکر کوو :
 هالنډHolland))  انګليسي
ليکوال : دولت  د زياتو افرادو د
تجمع  نوم دى چې په  يوې مخصوصې او ځانګړې منطقې  کې اوسېږي .
 ګارنر  وايي : دولت
د خلکو د  يوې  ټولنې
نوم  دى  چې د هغوى
تعداد نسبتًا زيات  وي او په  يو خاص قلمرو کې په  ا زاد ډول
ژوند کوي  او د هر قسم  خارجي کنترول څخه ازاد وي  او د هغوى يو منظم  حکومت وي
او هم يې  اوسيدونکي  خاص اطاعت کوي .
 د بلنچلي  په
عقيده :دولت  په سياسي  لحاظ د خلکو تر مينځ هغه  منظم
ملي  وحدت  دى چې په
يوه خاصه  علا قه کې اوسيږي .
 د ولسن  په
نظر : دولت  په  يوه خاصه
سيمه  باندې  د قانون
په  اساس د خلکو   مــنظمول
دي
 شــــاه ولى الله رحمه الله د دولت د تعريف
په  هکله وايي چــــې: ددولت نـــه مطلب يوا
زې کلي،ښارونه او قلعه ګانې نه  دي  بلکې  دا د انسانانو منظمه  ګروه او
ډله ده چې د ژوند د ضروريا تو  د
پوره کولو په خاطر يو د بل سره  مرسته کوي
د
ارســطو په نــظر : دولت د مختلفو کورنيو او کليو دداسې منظمې ډلې نوم دى
دکـــــوم هدف چې ديوخـــوشحال اوازاد ژونـــددرامنځتـــه کېــــدو په خــــاطر
دسهــــولتونو برابـــر ول دي .
همدارنګه کولای شو چې دولت  داسې تعريف کړو چې : دولت هغه ارګان دى چې دهغې
ټولنې دټولو اشخاصو نه قوي  وي ، يا دولت
داسې ارګان دى چې دڅلورو متشکله عناصرو  (
نفوس ، قلمرو ، حکومت او عا لي قدرت ) لرونکي وي ، يا په بل عبارت   دولت د انسانانو هغه ټولنې ته وايې چې په يوه
معينه جغرافيايې ساحه کې په ثابت او دوامداره ډول هستوګنه ولري او دوى هلته په
همدې ساحه کې دځان لپاره معين او مشخص حکومت ولري او دا حکومت بيا په خپلو داخلي
او خارجي چارو کې استقلاليت ولري .
يا دا چې دولت هغه حقوقي او سياسي اورګان څخه عبارت دی
چې نفوس، قلمرو ، حکومت او عالي قدرت ولري يا دولت د خلکو له هغې ټولګې څخه عبارت
دی چې په يوه ټاکلې جغرافيوي سيمه کې چې د قلمرو په نوم ياديږي په ثابته او دايمي
توګه ژوند وکړي او د وی د خپل ځان لپاره حکومت ولري او دا حکومت پوره حاکميت او
عالي قدرت ولري.[1]
دوهم جز د دولت متشکله عناصر:
د دولتونو د دندو او حقوقو په تړاو د (۱۹۳۳ ز ) کال د مونټه ويديو کنوانسيون تصرېح کړې ده چې د دې
لپاره چې ي، دولت د نړۍ والو عمومي حقوقو شخصيت لاسته راوړي بايډ لاندې ځانګړنې
ولري : دايمي نفوس، ټاکلې سيمه، حکومت او له نورو دولتونو سره د اړيکو ټينګولو
وړتيا ( عالي قدرت ) چې په حقيقت کې همدا څلور عناصر د دولت جوړوونکي ( متشکله )
عناصر ګڼل کيږي [2]
چې هر يو يې دلته په تشريحي بڼه تر مطالعې لاندې نيسو :
لومړی پراګراف - نفوس
 (
population):            
نفوس
هغه افرادو ته وايي چې په يوه معينه جغرافيايي ساحه کې په ثابت او دوامدار ډول ژوند
وکړي اوديوې حقوقي رابطې په واسطه چې تابعيت نوميــــږي راټول شـوي وي
نفــــــوس  بلـل کيږي
يا دا چې نفوس د وګړو له هغه ټولګې څخه عبارت دی چې د
يوې حقوقي اړيکې په واسطه چې تابعيت نوميږي سره راټول شوي وي او په دايمي ډول د ي،
دولت د قلمرو دننه استوګنه ولري، نفوس د دولت رامنځته کېدو يو مهم عنصر دی چې له
دې پرته دولت نشي رامنځته کېدای[3]
ددولت دنفوسو په هکله لاندې سوالونه مطرح
کېداى شي چې :
اياددولت نفوس به متجانس وي او که څنګه ؟
د دې پوښتنې په ځواب
کې ويلای شو چې
 د يو دولت د نفوسو لپاره متجانس والى شرط نه دى
، خو دا صفت د يو دولت په ملي وحدت کې مهم رول لوبولى شي او که ديو دولت نفوس غير
متجانس وي نو ملي وحدت به يې کمزورى وي.
د دولت د نفوسو شمېر باېد څومره وي، ايا کوم
ټاکلى حد لري او کنه ؟
ديودولت دنفوسو لپاره ټاکلې اندازه نشته
کېداى شي چې ديو دولت نفوس ډېرزيات وي لکه دچين هېواد،همدارنګه کېداى شي چې ديو
دولت نفوس ډېر لږوي لکه دسان مارينو هېواد چې (٦١) کېلو متره مربع مساحت لري او شل
زره (٢٠٠٠٠) نفوس لري دابايد هم ووايو چې يو دولت بايد دومره نفوس ولري چې دتشکيلا
تي جوړښت اړتيا يې پرې پوره کېداى شي
 ټول
هغه افراد چې ديو هېواد په قلمرو کې اوسيږي ددولت نفوس ګڼل کيږي او کنه؟
دولت ټول اوسېدونکي ددولت نفوس نه جوړوي بلکې
ديودولت دنفوسو لپاره غوره شرط ديو دولت تابعيت دى،مطلب داچې که څوک په داخل
دهېوادکې اوسيږي او که موقتاً په بهرني هېواد کې اوسيږي خو چې دهغه دولت تابعيت
ولري دهغه دولت نفوس ګڼل کيږي او څوک چې داړونده دولت تابعيت ونلري هغه ددولت نفوس
نه ګڼل کيږي .
د تابعيت له مخې د دولت نفوس په دوه برخو
وېشل کيږي:

لومړی
: خارجيان

هغه څوک چې ديو دولت په قلمروکې استوګنه کوي
ولې دهغه دولت تابعيت نهء لري دې ډول کسانو ته خارجيان وايي ، خارجيان چې چېرته
اوسيږي دکورنيانو په څېر دندې لري مثلا دوى بايد له جرمونو څخه ځان وساتي،کله چې
بل هېواد ته ننوځي باېد دهغه هېواد عرف او عاداتو،دين او مذهب او داسې نورو ته
پوره احترام ولري خو ځينې دندې ورته معاف دي لکه عسکري کول او دديني مراسمو ترسره
کول.

دويم:داخليان

ټول هغه کسان چې ديو دولت په قلمرو کې په
دوامداره ډول اقامت او تابعيت ولري ولو که موقتاً په خارج کې وي،بياهم داخليان ګڼل
کيږي .
ملت څه ته وايي ؟
ملت : دانسانانو هغه ټولنه ده چې په ثابت او
دوامداره ډول په يوه معينه جغرافيايي ساحه کې ژوند کوي عمومي مشترک اهداف ، مشترکه
ماضي لري او د مشترکې راتلونکې لپاره هيله لري
نفوس اوملت سره څه توپير لري ؟
دملت په پېژندنه کې ددولت شتون شرط  نه دى لکه دکشميرخلک چې ملت ګڼل کيږي،حال داچې
دولت يې ثابت نه دى خو دنفوسو لپاره ددولت شتون شرط دى .
ديو دولت په داخل کې ايا ملت او دولت سره څه
توپير لري او که نه ؟
لومړۍ نظريه : ټول هغه افراد چې د يو دولت
نفوس وي د دولت ملت ګڼل کيږي .

دويمه نظريه   ددويمې نظرې لمخې
مونږ ددولت نفوس په دوه برخو ويشلى شو :
لومړۍ برخه -  د نفوس (اصلي او پخواني اوسېدونکي) چې دهغوى
تابعيت ارثي وي چې دوى هم ملت وي او هم نفوس .
دويمه برخه - يې هغه نفوس دى چې نوى تابعيت
يې ترلاسه کړى وي  چې دوى ددولت نفوس ګڼل
کيږي خو تريو وخته دوى ته ملت نه ويل کيږي ځکه مشترک ماضي نهء لري،
خو
د وخت په تېرېدو د يو دولت ملت ګڼل کيږي ځکه مشترکه ماضي پيدا کوي.
 د دې
وېش اهميت په دې کې دی چې په ځينې هېوادونو کې نوی تابعيت اخيستون کې  نشي کولای چې پارلماني يا ولسمشري ټاکنو ته ځان
نوماند کړي.

دوهم پراګراف -
 قلمرو
(
Territory) : 

هغه معينه جغرافيوي سيمه(ساحه) ده  چې داساحه ددولت دسلطې او کنترول لاندې وي او په
همــــدې ساحه کـــې ددولت
 نفـوس پــه دوامــداره اوثابت ډول ژوند ولري.

دا چې د دولت د قلمرو تعين څنګه کيږي د لاندې عنوان په
ترڅ کې به يې واضح کړو :
لومړۍ فقره ددولت
دقلمرو تعين
:
 د
قلمرو د تعين لپاره هېوادونه په دوه برخو وېشو:
دوچې پورې تړلي دولتونه او بحري دولتونه ، چې هر يو يې د بېل عنوان په ترڅ کې
تر څېړنې لاندې نيسو :
لومړی بند - د
وچې پــورې محاط ( بري ) دولـتونه
:
هــغه دولــتونو تـــــه وايـــي چــــــې
دڅــلــــورو خـــواو نــه هېــڅ خــواتــه يـې بحــــر نـه وي، په دې قسم
هېـــوادونو کـــې دقلـــــمرو لاندې برخــې شاملې دي دسرحــــدونو پــــه داخل کې
ټولـــې برخــې په شمــول ددريابونو، رودخانو،غرونو... او دهمدغه ټولوبرخو فضا تر
خارجي فضا پورې او د همدغه برخو تحت الارضي په مخروطي شکل دځمکې تر مرکز پورې .
يا دا چې د وچې پورې تړلي دولتونه هغه دولتونه دي چې
چار چاپېره يې وچه وي او د سمندر سره هيڅ لار ونه لري.[4]
دوهم  بند - بحري
دولتونه :
بحري دولتونه هغه دولتونو ته وايي چې حداقل
يوه برخه يې دبحر پورې تړلــې وي ،پدې دولتونوکې قلمرو ددولت ټوله
وچه،دريابونه،ساحــــلي اوبه  اوددې
سيـــمې دځمکې لاندې تر مرکز پورې  په مخروطي
شکل اوددې ټولو برخو فضــــا تر خارجــــي فضاپورې دربر نيسي
  فضا
په دوه برخوويشل کېږي :
a
- داخلي فضا    
b
خارجي فضا
a
دا خلي فضا: له هغې فضا څخه عبارت ده چې الوتکې په عادي بڼه د اړتيا له مخې د يو
دولت په چاپېريال کې الوتنې کوي.
b
خارجي فضا: هغه فضا ده چې الوتکې په عادي ډول پکې الوتنې نشي کولاى او په نړۍ وال
چاپېريال کې حسابېږي،ځکه چې دولتونه په مشروع توګه پرته له اجازې ترې استفاده کوي.
  ساحلي اوبه : هغه اوبه دي چې ديو هېواد دساحل
يانې وچې خوا سره پيوستې وي  او دبحر ديوې
معينې نقطې پورې ارتباط لري دغه معينه برخه دساحلي اوبو ډيره ثابته نه ده ، پخوا
وختو کې به دا برخه ديوې طريقې پواسطه معلومېدله چې دې ته به يې دتوپ دگولۍ رسېدو
نقطه ويله ، نن ورځ ددې طريقې څخه استفاده نه کيږي .

دوهمه فقره - سرحدونه :

سرحدونه دهغه حدودواو کرښو څخه عبارت دي چې
ديو دولت قلمرو دنوروساحونه دهغې پواسطه بېليږي ولوکه دولت نه وي ازاد بحر وي .
لومړی بند دسرحدونو
ډولونه :
ټول سرحدونه د طبيعي والي او غير طبيعي والې
له مخې په دوه برخو وېشل کيږي

لومړی طبيعي سرحدونه چې د طبيعي نښو لکه غرونو او سيندونو په واسطه رامنځته شوي
وي.       

دوهم غير طبيعي سرحدونه چې د غير طبيعي نښو په وسيله رامنځته شوي لکه د اغزن تار
په غځولو يا د پيلرونو او پايو په خښولو.

درېمه فقره دقلمرو ا هميت :

قلمرو له دوه لحاظو ډېر اهميت لري:
الف: دقلمرواهميت ددولت دمتشکله عناصرو لمخې:
نن ورځ قلمرو دومره مهم دى چې ددولت دمتشکله
عناصرو له جملې څخه ګڼل کيږي يعنې بې له قلمرو نه ولوکه يوه ټولنه کې نفوس موجود
وي مثلا يوه ټولنه په بل هېوادکې دمهاجرت په شکل ژوند وکړي دولت نه ګڼل کيږي ولې
په حقوقوکې يوه استثناء شته چې امکان لري بې له
قلمرو نه يو دولت جوړشي چې دې ډول دولت ته جلا وطنه دولت وايي.
ب: ددولت دقلمرو اهميت دنوروسازمانونو
اوارګانونوڅخه دتفکيک له مخې:
دقلمرو لمخې دولتونه نوروسازمانونو څخه
بېليږي ځکه سازمانونه ملي وي اوکه بين المللي هغوى ته دقلمرو ضرورت نشته
اوداسازمانونه دبل دولت په قلمروکې اوسيږي، خو ددولتونو لپاره دقلمرو موجوديت حتمي
دى،سازمانونه کولى شي چې په يوځاى کې سره راټول شي او کار وکړي ولې څو دولتونه نشي
کولى په يو ځاى کې سره راټول شي اوکاروکړي .
درېم پراګراف
حکومت :
لومړۍ فقره دحکومت
تعريف
:
حکومت ددولت د هغه رسمي عالي غړو ټولګه ده،
چې د دولت داخلي او خارجي پاليسي ټاکي اود دې پاليسيو په تطبيق کې مستقيماً سهم
لري چې دغړو
دا عالي ګروپ په حقيقت کې
دکابينې (وزيرانو) اودکابينې له رئيس څخه عبارت دى.

دوهمه فقره دحکومت
حقوقي شرايط
:

حکومت بايد لاندې حقوقي شرايط ولري که يې ونلري ،نو
حکومت ورته نشو ويلای:

لومړی:
حکومت باېد دنظم راوستلو،د قانون اومقرراتو دتطبيقولو، د قلمرو د ساتلو او
استقلال دساتلو وړتياولري.
دوهم : حکومت بايدددولت داکثريت
خلکو ته قابل دقبول وي .

درېمه فقره دحکومت
او دولت ترمن
ځ
توپير
:

ددولت او حکومت ترمنځ  لاندې توپيرونه شته :
 ١-
حکومت ددولت يو جز (متشکله عنصر) دى اودهغې پرته ددولت موجوديت ناشونى دى
اودولت دکل حيثيت لري چې په کې نفوس،حکومت،قلمرو او حاکميت هم شامل دي او حکومت
ددې داجزاو څخه يو جزدى .
   ۲-ددولتونو
نه مراد همېشه بعضې علا قه (سيمه ) وي اودهغې په واسطه يې پېژندنه کيږي مګر دحکومت
نه مراد افراد وي لکه دپاکستان دولت په يو خاص قلمرو کې دموجودې علا قې نوم دى له
بلې خوا حکومت دافرادو سره پېژندل کيږي لکه دولس مشر
محمد اشرف غني  او ولس مشر حامد کرزي حکومتونه
٣- ددولت سره اعلى حاکميت موجود وي مګر
دحکومت سره نه وي موجود ، دولت نامحدود او حکومت محدود اختيارات لري.
٤-
حکومت يوازې ديو څو افرادو پورې اړوند وي لکه وزيران،حکام،دقانون جوړونکو ادارو
غړي او هم دعدلې غړي مګر ددولت غړي ډېر وسيع وي او په هغې کې ټول نفوس شامل وي نو
پدې خاطر دخپل مفهوم له نګاه نه ددولت تصور پراخه اودحکومت محدودوى.
٥-
ددولت ځانګړتياوې په هر ځاى کې په يو ډول اويوه بڼه وي مګر دهېوادونو دحکومتونو په
ډولونو کې ډېر توپيرموجود وي.
٦-
دولت ثابت وي تر ډېره تغير نه کوي او حکومتونه غير ثابت وي ډېر ژر ژر بدلون مومي.
څلورم پراګراف عالي
قدرت
يا د دولت واکمني :

لومړۍ فقره   د عالي
قدرت پ
ېژندنه :

دعالي قدرت لفظ (sovereignty) د لاتيني لفظ(superanus)  نه اخستل شوى چې دبرتر(اوچت) مانا ورکوي ځکه
عالي قدرت يو داسې قوت وي کوم چې دټولونه افضل او غوره وي ددولت عالي قدرت
ياحاکميت يو داسې قوت دى چې ددولت دحدودو په داخل کې ټول افراد او دهغوى ډلې ترې
لاندې وي اوددې قدرت نه بغير ددولت قانون ته کوم اهميت نه وي حاصل اودا هغه قوت دى
چې خلک په قانون چـــلېدو ته مجـــبوروي او دهــــغې نه بغير په ملک کـــې امـــن
او امان نشــي قايمېدلى. 
حاکميت چې د هېواد د
حکومت له خوا اعمال او پلي کيږي د مستقل او خپلواک هې،اد له مهمو متشکله عناصرو
شمېرل کيږي ، حاکمي درلودل د هېوادونو نړۍ وال حقوقي اهليت بشپړوي ، هغه جز چې
تجزيه نه مني، د هېوادونو خپلواکي او استقلال دی.[5]
دارسطو په نظر ددولت عالي قدرت به يو واحد
فرد ته ياڅو افرادواو ياټولو افرادوته حاصل وي اوهغه هم دخپلو مفاداتو او ګټو په
خاطر نه بلکې دټولو دګټو په خاطر استعمال کړي .
ولې داسلامي نظريې مطابق الله(ج) احکم الحاکمين دى اوهغه دټول واک او اقتدار
سرچيه اومنبع ده. 

دوهمه فقره دعالي قدرت حقوقي شرايط :

دحقوقي نګاه نه ددولت دعالي قدرت دلرلولپاره
دوه شرطونه ضروري دي اوپرته لدې ولوکه دولت تريوه حده قدرت هم ولري عالي قدرت ورته
نشو ويلى اوهغه شرطونه په لاندې ډول دي :
 لومړی
شرط:دځينې ضروري مادي وساېلو او امکاناتو موجوديت :
 
ددولت دعالي قدرت لپاره داضرودي ده چې ځينې مادي وسايل او امکانات لکه
پوليس، عسکر،څارنوال،قضا،محابس اوداسې نور ولري داځکه چې پرته لدې خپل قدرت نشي
تطبيقولى او په همدې شرط يې له نورو سازمانونو او ارګانونونه توپير کيږي لکه
دملګروملتونوسازمان سره لدې چې ددولت په څېر مشران اويو اندازه قدرت هم لري ولې
لدې سببه چې ددولت په څېر مادي وسايل او امکانات نلري نو دولت ورته نشو ويلى .
دوهم
شرط :دعالي قدرت دوام،استقراراوثبات:
         يودولت هغه وخت دعالي قدرت لرونکى ګڼل
کيږي چې دهغه دولت دقدرت په دوام او استقرار باندې يو نوع اطمينان او يقين موجودوي
اوکه دااطمينان نه وي موجود عالي قدرت ورته نشو ويلى ولو که ظاهراً قدرت ولري،
مثلاً کله ځينې قدرتونه دکودتا له لارې ياانقلابونو له لارې رامنځته شي ولې ځينې
نور دولتونه هغه په رسميت نه پېژني اګر چې ددولت نور ټول متشکله عناصر هم پوره وي
دا ځکه چې د هغه دولت دعالي قدرت په دوام اطمينان نه وي موجود








 نړۍ وال عمومي حقوق،
پوهيالی عبيدالله اخندزاده، ۱۳۹۵ لمريز کال، وايګل چاپځی، اکسوس کتابپلورنځی
خپروونکی،۹۹مخ
[1]

 نړۍ وال عمومي حقوق،
پوهيالی عبيدالله اخندزاده، ۱۰۱ مخ
[2]

 پورتنی ماخذ، ۱۰۱ مخ[3]

  نړۍ وال عمومي حقوق،
پوهيالی عبيدالله اخندزاده، ۱۱۰ مخ
[4]

 نړۍ وال عمومي حقوق،
پوهاند دوکتور ودير صافی، ژباړن امان الله اېمان، شپږم چاپ، ۱۳۹۳ ل ، دانش
خپرندويه ټولنه
[5]پښتو کمپيوټري زده کړې: اسلامي