Saturday, January 27, 2018

ژوند څه دی؟


ژوند ډېر اسوده دی ، خو ځينې خلک نه پوهيږي
ژوند ډېر قيمتي دی، خو ځينې خلک يې په ناڅيزه قيمت پلوري
ژوند د هيلو پيل دی، خو ځينې خلک دغه هيلې پای ته رسوي
ژوند د مينې محتاج دی، خو ځينې خلک يې په نفرتونو ډکوي
ژوند د عزت نوم دی، خو ځينې خلک ژوند د ذلت لپاره کوي
ژوند اسلام دی، خو ځينې خلک يې په کفر مصرفوي
ژوند اړتيا ده، خو ځينې خلک يې بوج ګڼي
ژوند مينه ده، خو ځينې خلک پکې نفرتونه شيندي
ژوند هيلي دي، خو ځينې خلک ډېر ژر ناهيلي کيږي
ژوند يو چانس دی، خو ځينې خلک ترې ګټه نه پورته کوي
ژوند درناوی دی، خو ځينې خلک په لوی لاس ځان سپکوي
ژوند رڼا ده، خو ځينې خلک د تورتم په لور منډي وهي
ژوند د ګلونو ګلبڼ دی، خو ځينې خلک يې د اور په لمبو سيځي
ژوند هرڅه ده، خو ځينې خلک ترې هيڅ نه ترلاسه کوي
او بلاخره ژوند يو امانت دی ،خو ډېری خلک پکې خيانت کوي



No comments:

Post a Comment